جاپان زلزله کښې هيڅ يو پاکستانى وګړى مرګ ژوبله اطلاعات نه دى ترلاسه شوے :فارن آفس

خارجه دفتر وائى چې جاپان کښې راغلى زلزله کښې  هيڅ يو پاکستانى وګړى ته مرګ ژوبله اوړيدو اطلاعات نه دى ترلاسه شوے
د خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې جاپان کښې ميشته ټول پاکستانيان په خېرخېريت سره دى
د هغه وينا وه چې  ټوکيو کښې سفارتخانے متاثره سيمو کښې پاکستانى کميونټى سره رابطه کړے ولې تر دې دمه پکښې پاکستانى وګړو مرګ ژوبلې اطلاعات نه دى ترلاسه شوے
بيان کښې زياته کړے شوېده چې زلزلے نه متاثره شوې سيمې کښې نوى پاکستانى وګړى ميشته وو چې پکښې اويا محفوظو ځايونو ته منتقل کړى شوى دى 
ياده دې وى چې د جمعے په ورځ د جاپان کماموټو سيمه کښې د اووه اعشاريه درې شدت زلزله راغلے وه چې پکښې اتلس کسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوى وو