جاپان کښي شپږ اعشاريه اووه شدت زلزله کښي دوه کسان مړه شوي

0
30
جاپان کښي شپږ اعشاريه اووه شدت زلزله کښي دوه کسان مړه شوي

جاپان کښي د شديد طوفان نه پس وس زلزله راغله ده چي په کښي د مرګ ژوبلے اطلاعات موصول شوے دي،زلزله زپلے سيمو کښي د بجلي سپلائي هم معطل شوے ده ،متاثره علاقو کښي امدادي هلے ځلے شروع کړے شوے دي
جاپاني ميډيا مطابق د جاپان په شمالي جزيره کښي زلزله راغلے ده چي په ريکټر سکيل ئي شدت شپږ اعشاريه اووه ريکارډ کړے شوے دے،زلزله کښي دوه کسان مړه ،لس ژوبل او دوه ديرش بےدرکه شوے دي ،ځني خبري ادارو د مړو شميره اته ښودلے ده
زلزلے له امله دوه اعشاريه نهه ملين يعني يوکم ديرش لکه صارفينو ته د بجلي سپلائي هم معطل شوے ده
د جاپان وزيراعظم خبريالانو ته وئيلي دي چي حکومت متاثره سيمه کښي امدادي کاررواياني شروع کړے دي او کمانډ سينټر هم پرانستے شوے دے،د هغه مطابق د خلکو ژوند بچ کول د حکومت وړمبئ ترجيح ده