جج صاحبانو په فيصله کښې زما د موقف تائيد کړېدې،اقبال خان

0
55
اقبال خان

عبدالولي خان يونيورسټي قتل کړے شوے د مشال خان پلار اقبال خان د مشال قتل کيس د فيصلي په اړه وئيلي دي چي جج صاحبانو په فيصله کښی زما د موقف تائيد کړے دے
اقبال خان په زيده کښی خبريالانو سره پخپلو خبرو کښی اوکړي اقبال خان اووئيل چي جج صاحبانو دوه ملزمانو ته د عمر قيد سزا ورکړه، زما په زخمونو ئے مرهم ايښے دے هغه اووئیل چي فيصلي نه پس انصاف حوالي سره د پاکستان ښه تصوير مخي ته راغلے دے
د يوسوال په جواب کښی اقبال خان اووئیل چي د خپلو وکيلانو سره مشوره کووم او د هغي د مشوري نه بعد په کيس کښي بري شوي ملزمانو فيصله په عدالت کښي چيلنج کوم، هغه اووئيل چي په مشال خان لګولے شوے تور قابل ګرفت جرم ګنړم