جرمني چارواکو سره مې افغان سولې عمل په حواله خبري کړي،خليل زاد ټوئټ

0
26
جرمني چارواکو سره مې افغان سولې عمل په حواله خبري کړي،خليل زاد ټوئټ

افغان مفاهمتي عمل لپاره امريکني استازي زلمې خليل زاد برلن ښار کښې د جرمني سيکيورټي ايډوائزر او د خارجه وزارت چارواکو سره ملاقاتونه کړي او ورسره ئې د افغانستان سولې عمل په حواله خبري کړيدي
په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې زلمي خليل زاد وئيلي دي چې هغه د افغانستان په معامله د جرمني واکمنو سره ليده کاته کړيدي
بيان ترمخه هغه د جرمني سيکيورټي ايډوائزرجان هيکير،نائب وزير خارجه اندرياس او افغانستان لپاره د جرمني استازي پوتزيل سره بيل بيل ملاقاتونه کړيدي
بيان کښې زياته کړي شوېده چې د جرمني چارواکو سره د افغانستان مفاهمتي عمل او بن کانفرنس وروستو افغانستان کښې ترلاسه کړي شوي کاميابو په معاملو خبري کړيدي
ياده دي وي چې زلمي خليل زاد تيره هفته د دې سيمې د ملکونو اووم سفر شورو کړي وو او جرمنې دورې نه مخکښې هغه اسلام آباد کښې د پاکستاني حکام سره هم ليده کاته کړي وو