جرمني کښې فنانشل ايکشن ټاسک فورس اجلاس

جرمني کښې فنانشل ايکشن ټاسک فورس اجلاس،پاکستان د ګرے لسټ نه ويستلو يا نه ويستلو فيصله نن متوقع ده،اجلاس کښې د پاکستان کارکردګې او د او آئي سي آر جي سفارشاتو جائزه به اخستلي شي،اجلاس کښې د پاکستان د وفد مشري د خارجه امورو وزير ملکت حنا رباني کهر کوي،خارجه دفتر ترجمان د پاکستان نوم د ايف اے ټي ايف د ګرے لسټ نه د ويستلو اميد څرګند کړېدے
د ايف اے ټي ايف پلينري اجلاس د ګل په ورځ د جرمني برلن ښار کښې شروع شوي وو کوم چې به نن هم جاري وي د خارجه امورو وزير مملکت حنا رباني کهر اجلاس کښې د پاکستان د کوارډينيشن کميټۍ مشري کوي اجلاس کښې به کال دوه زره اتلسم نه تر دوه زره يويشتم پورې د پاکستان په کارکردګۍ بحث کيږي او د انټرنيشنل کوآپريشن ريويو ګروپ د سفارشاتو جائزه به اخستلي شي امکان دے چې نني اجلاس کښې به د پاکستان نوم د ايف اے ټي ايف ګرے لسټ نه د ويستلو يا نه ويستلو په حواله فيصله اوشي ايف اے ټي ايف په کال دوه زره اتلسم کښې د پاکستان نوم په ګرے لسټ کښې اچولي وو