جسټس عائشه ملک د سپريم کورټ اولنې زنانه ججې په حيث څوګند پورته کړې

جسټس عائشه ملک د سپريم کورټ اولنې زنانه ججې په حيث د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړيدې، چيف جسټس ګلزار احمد هغې نه حلف اخيستې دې،چيف جسټس ګلزار احمد وئيلي چې جسټس عائشه ملک په خپل قابليت ججه جوړه شوې او مونږ به د دې کريډټ نه اخلو ،بلخوا وزيراعظم عمران خان د سپريم کورټ جج مقرر کيدو باندې جسټس عائشه ملک ته اومبارکي ورکړې او هغې لپاره ئې د نيکو هيلو څرګندونه هم کړېده

د حلف بردارۍ دستوره سپريم کورټ ودانې کښې شوې چې پکښې د عدالت عظمیٰ ججانو،سينئر افسرانو او سينئر وکيلانو شرکت کړېدې حلف بردارۍ دستوره کښې د سپريم وکرټ آف پاکستان اولنې ججې جسټس عائشه ملک د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړيدې چيف جسټس پاکستان جسټس ګلزار احمد دسپريم کورټ اولنې ججې نه حلف اخيستې دې په دې موقع چيف جسټس ګلزار احمدسپريم کورټ کښې خبريالانو سره غير رسمي خبرې کړي او وئيلي چې جسټس عائشه ملک په خپل قابليت ججه جوړه شوې او مونږ به د دې کريډټ نه اخلو د يوسوال په جواب کښې چيف جسټس ګلزار احمد اووئيل چې جسټس عائشه ملک زنانه ده نو ځکه مو د هغې په نوم غور کړې وو دې نه وړاندې سپريم کورټ جوډيشل کونسل د لاهور هائيکورټ جسټس عائشه ملک سپريم کورټ جج په حيث مقرر کيدو سفارش کړې وو او بيا دپارليماني کميټي منظورۍ نه پس صدر مملکت هم منظوري ورکړې وه بلخوا وزيراعظم عمران خان د سپريم کورټ اولنې زنانه ججه مقرر کيدو باندې جسټس عائشه ملک ته اومبارکي ورکړې او هغې لپاره ئې د نيکو هيلو څرګندونه هم کړېده