جسټس قاضي فائز عيسا د ريفرنس خلاف به د ملک ټول وکلان سپريم کورټ او بلوچستان هائ کورټ باهر دهرنه ورکوي

بلوچستان سره تعلق لرونکي جج جسټس قاضي فائز عيسا د ريفرنس خلاف څورلس جون باندي بي د ملک ټول وکلان د ټاکل شوي احتيجاجي شيډول مطابق له عدالتي کاروائ څخه د بائکاټ اعلان کولو علاوه سپريم کورټ او بلوچستان هائ کورټ باهر به دهرنه ورکوي.
په کوټه کې د سپريم کوړ بار صدر امان الله کنراني او نورو غړو پريس کانفرنس کولو پر مهال د جسټس قاضي رفيض عيسا خلاف ريفرنس يي په سختو ټکو غندلې او ويلي چي له عدليه سره د اظهار يکجهته لپاره د سياسي ګوندونو مرسته کول او خپل کردار اداکول ضروري دي. هغوئ زياته کړے چي پر څولسم جون به د هيواد د نورو برخو په شان په ټول بلوچستان کې به وکيلان په عدالتو کې حاضر نه شي. هغو دا هم ويلي دي چي د جسټس قاضي فائز عيسا خلاف ريفرنس پر بدنيتي باندي مبني دي او ايف بي آر د قانون او انصاف تکاضي پوره نه کړے او د دې ريفرنس مقصد هغه چيف جسټس سهريم کورټ جوړولو څخه محرمه کوي، پر څورلسم جون به په ټول ملک کې وکيلان مظاهرے او دهرنے ورکوي