د سپريم کورټ سينئر موسټ جج جسټس قاضي فائز عيسیٰ په سپريم کورټ کښې د جدا ګروپ جوړولو خبرونه رد کړي او وئيلي دي چې دې خبره کښې هيڅ حقيقت نيشته چې ګنې ما سپريم کورټ کښې ځان ته جدا ګروپ جوړ کړيدې،جسټس قاضي فائز عيسیٰ وئيلي چې زه د يو جج په حيث د آئين تحفظ او دفاع لپاره د خپلې څوکۍ د حلف پابند يم
د وفاقي شرعي عدالت چيف جسټس اقبال حميد الرحمان حلف بردارۍ دستوره کښې شرکت دوران د چيف جسټس پاکستان عمر عطا بنديال نظر انداز کوولو خبرونو په اړه جسټس قاضي فائز عيسیٰ وضاحتي بيان جاري کړيدې
جسټس قاضي فائز عيسیٰ خپل وضاحت کښې وئيلي چې د حلف بردارۍ دغه دستوره کښې د وفاقي شرعي عدالت چيف جسټس او د هغه کورودانې ته اومبارکۍ ته ورغلې ووم او دې نه وړاندې مې چيف جسټس پاکستان سره هم ملاقات شوې وو
جسټس قاضي فائز عيسیٰ وئيلي چې دې نه پس دستوره کښې يو بل جج سره ولاړ ووم او دې دوران چيف جسټس پاکستان هم دغه ځائې ته راغلو
هغه اووئيل چې دغه موقع کښي چا ريکارډنګ کړې ،چې ترې دا تاثر ميلاويدو چې ګنې ما چيف جسټس پاکساتن نظر اندز کړي او لاس مې ورسره نه دې ميلاؤ کړې ،حالانکه دې نه وړاندې مونږ يو بل سره ميلاؤ شوې وو
خپل وضاحت کښې جسټس قاضي فائز عيسیٰ وئيلي چې دې خبره کښې هيڅ حقيقت نيشته چې ګنې ما سپريم کورټ کښې ځان ته جدا ګروپ جوړ کړيدې
جسټس قاضي فائز عيسیٰ دا هم وئيلي چې زه د يو جج په حيث د آئين تحفظ او دفاع لپاره د خپلې څوکۍ د حلف پابند يم