جسټس قاضي فائز عيسې کيس سماعت راتلونکې هفتې شورو ورځ پورې ځنډولې شوې دې

جسټس قاضي فائز عيسې کيس سماعت راتلونکې هفتې شورو ورځ پورې ځنډولې شوې دې

جسټس قاضي فائز عيسې کيس سماعت دوران دسپريم کورټ پنځه کسيزه بينچ مشر جسټس عطا بنديال دوزيراعظم عمران خان خطاب په اړه وئيلي دي يوه اداره هم په مکمله توګه پرفيکټ نه دې او هرې ادارې کښې دبهتري ګنجائش وي
جسټس عطا بنديال دا ريمارکس د جسټس فائز عيسې وکيل بابر ستار دلائل دوران هغه وخت ورکړل چې کله هغوي د وزير اعظم خطاب زکر اوکړو او اووئيل چې داسې ښکاري چې وزير اعظم دعدليه ځيني فيصلونه خوشحاله نه دې، بابر ستار اووئيل چې وزيراعظم عمران خان خپل خطاب کښې دامير او غريب لپاره بيل بيل قانون زکر کړې وو او چيف جسټس اوراتلونکې چيف جسټس ته ئي ددي درستګي خواست کړې وو،
جسټس عطا بنديال د جسټس فائز عيسې وکيل ته اووئيل چې سپريم کورټ دې سياسي بيانونو لپاره استعمالولو نه دې ډډه اوکړي اود وزير اعظم او دهغوې کوروادنې په اړه دې عدالت کښې خبرې نه کوي،د وزير اعظم بيان به دقانون دلارې کتل شي، جسټس عطا بنديال زياته کړه يوه اداره هم په مکمله توګه پرفيکټ نه دې او هرې ادارې کښې دبهتري ګنجائش وي، د ماتحت عدليه يو جج لوجې ټولې عدليې دشرمندګې سره مخ شوې وو
بابر ستار خپل دلائل کښې اووئيل چې ريفرنس کښې دا نه دي وئيلي شوي چې جسټس فائز عيسې اثاثې ولې ظاهرکړې نه دې، جسټس فائزعيسې وکيل په توګه هم ټيکس جمع کولو او که چري لندن فليټس ئي پټ ساتل غوښتل نو اف شورکمپنې به جوړه کړې وه، داسې هيڅ ثبوت نشته چې لندن اثاثې د جسټس فائز عيسې دي او جسټس فائز عيسې باندې د بطور جج کرپشن هيڅ الزام نشته
د جسټس فائز عيسې بچو پاسپورټونو په اړه د جسټس يحيځې افريدي سوال په جواب کښې منير اے ملک اووئيل چې د جسټس فائز عيسې بچو سره د سپينش پاسپورټونه دي، دکيس نور سماعت د راتلونکې هفتې شورو ورځ پورې ځنډولې شوې دې