جعلي اکاؤنټس مقدمه کښې فريال تالپور احتساب عدالت ته پيش کړي شوے

جعلي اکاؤنټس مقدمه کښې فريال تالپور احتساب عدالت ته پيش کړي شوے

مني لانډرنګ او جعلي اکاؤنټس مقدمه کښې احتساب عدالت ته د فريال تالپور پيشي، عدالت د هغې په جسماني ريمانډ کښې څوارلس ورځو توسيع منظوري ورکړے
د احتساب عدالت جج ارشد ملک د دې مقدمي سماعت کړېدے
د نيب پراسيکيوټر سماعت دوران عدالت نه د فريال تالپور جسماني ريمانډ کښې د توسيع مطالبه کړے او وئيلي ئي دي چې د ګنو سپلائۍ ريکارډ متعلق د فريال تالپور ورژن اخستل دي
د فريال تالپور وکيل فاروق ايچ نائيک په دې موقع عدالت ته وئيلي دي چې د هغه موکله جعلي اکاؤنټس مقدمه کښې ګرفتار کړي شوېده زمکو او ګنو سپلائۍ دې کيس سره څه تعلق
عدالت د فريال تالپور جسماني ريمانډ کښې د توسيع په حواله د نيب درخواست منطور کړے او د هغې په جسماني ريمانډ کښې ئې د اتم جولائۍ پورې توسيع وکړه
کیس سماعت په موقع د پيپلزپارټې ايم اين اے لعل چند شور شرابه باندي جج ارشد ملک د برهمې اظهار کړې او هغه ئي کمره عدالت نه باهر کولو حکم کړي وو