جعلي اکاؤنټس کيس، زرداري لخوا سپريم کورټ کښې نوې درخواست جمع کړي

0
23
جعلي اکاؤنټس کيس، زرداري لخوا سپريم کورټ کښې نوې درخواست جمع کړي

جعلي اکاؤنټس کيس معامله، آصف علي زرداري لخوا سپريم کورټ کښې نوې درخواست جمع کړي شوېدے چې پکښې ايف آئي اے او جے آئي ټي د دې معاملې تحقيقاتو نه منع کولو خواست شوېدے
د آصف زرداري لخوا دا درخواست د هغه وکيل لطيف کهوسه لخوا جمع کړې شوېدے
درخواست کښې موقف خپل شوېدے چې نيب او ايف آئي اے په يو وخت د دې معاملې تحقيقات نه شي کولے او دا تفتيش د قانون خلاف دے
درخواست کښې دا هم وئيلي شويدي چې د سپريم کورټ د فيصلې خلاف د نظرثانې درخواست دائر کړې شوېدے او جے آئي ټي عدالت د نيب مرسته کولو حکم کړېدے ولې عدالتي احکاماتو باندې عمل درآمدنه کيږي
درخواست کښې زياته کړي شوېده چې ايف آئي اے د آصف علي زرداري ليګل ايډوائزر هم طلب کړېدي او د مخصوص بنک اکاونټونو متعلق ئې ترې پوښتنې کړيدي کوم چې د عدالتي فيصلې خلاف ورزي ده
درخواست کښې د عدالت نه مطالبه شوېده چې جے آئي ټي او ايف آئي اے دې د دې معاملې د تحقيقاتو نه منع کړې شي