جعلي اکاؤنټس کيس کښې د وزيراعلي سند مراد علي شاه نيب ته پيش شوي

0
14

جعلي اکاؤنټس کيس کښې د وزيراعلي سند مراد علي شاه نه تفتيش شوي، په دي سلسله هغه نيب ته پيش شوي او د پينځه کسيزه تحقيقاتي ټيم په وړاندي ئي خپل بيان ريکارډ کړي دي
قامي احتساب بيورو وزير اعلي سند مراد علي شاه ټهټه او دادو شوګر ملز کيس په حواله سره د ريکارډ طلب کړې وو
د سرچينو مطابق وزير اعلي سند چې کله نيب اولډ هيډ کوارټر اسلام آباد ته ورسيدو نو په دغه موقع ورسره د سي کمبائنډ انويسټي ګيشن ټيم مشر عرفان نعيم منګي ملاقات اوکړو او زان سره ئې د تفتيش دپاره مختص کمرے ته بوتلو
د سرچينو وينا ده چې د نيب پينځه کسيزه تحقيقاتي ټيم د مراد علي شاه نه د ټهټه شوکر ملز د نجکارۍ په حقله سوالونه کړې او دا چې وزير اعلي سند په دې سلسله کښې د زان سره ځيني دستاويزات هم راوړې وو
ياده دي وي چې د دي نه وړاندي پخواني صدر آصف علي زرداري او چيئرمين پيپلز پارټي بلاول بهټو زرداري هم په شلم مارچ د نيب کمبائنډ انويسټي ګيشن ټيم په وړاندي پيش شوي او خپل بيانونه ئې ريکارډ کړېدي