جعلي اکاونټس کيس کښې د پيپلزپارټۍ رهنما فريال تالپور نيب پينډۍ ته وړاندې شوې

0
12

جعلي اکاونټس کيس کښې د پيپلزپارټۍ رهنما فريال تالپور نيب پينډۍ ته وړاندې شوې ، هغې نه يو ګينټې پورې تفتيش شوے ، نيب لخوا فريال تالپور ته دويشت سوالونو باندې مشتمل سوالنامه ورکړې شوې د کوم جوابات چې پينځلس ورځو کښې دننه غوښتے شويدي
جعلي اکاونټس کيس کښې د پخواني صدر آصف علي زرداري خور فريال تالپور نيب پينډۍ کښې وړاندې شوې ، د نيب
جے آئي ټي فريال تالپور نه جوائنټ وينچر متعلق بيان ريکارډ کړيدے
ډي جي نيب عرفان منګي پخپله د هغوي بيان ريکارډ کړے ، په دې موقع ډي جي نيب سره څلور تفتيشي افسران هم موجود وو
فريال تالپور نه يوې ګينټې پور تفتيش شوے ، نيب لخوا فريال تالپور ته سوالنامه ورکړې شوي او پينځلس ورځو کښې ترې د دويشت سوالونو جوابونه غوښتي دي