جلال آباد نه وسله والو د آسټريليا امدادي ادارې زنانه اهلکاره تښتولې

0
27
د افغانستان جلال آباد ښار نه وسله والو د آسټريليا د امدادي ادارې زنانه اهلکاره تښتولې ده 
د افغان چارواکو وېنا ده چې د آسټريليا امدادي ادارې زنانه کارکنه جلال آباد ښار کښې وسله والو د هغې دفتر نه تښتولې ده
د اغوا کړي شوې زنانه نوم کيهترين جين ولسن ښودلې کيږي او هغې افغانستان کښې د غريب زنانو له د کاروبار شروع کولو کښې مرستې ورکونکې ادارې سره کار کولو
داسې اطلاعات هم رامخې ته شوي چې وسله والو د افغان ملي اردو يونيفارم اغوستې وو 
يوې وسله والې ډلې هم تر دې دمه د آسټريلوي زنانه تښتولو پېښې ذمه واري په سر نه ده اخستې بلخوا افغانستان کښې د آسټريليا سفارتخانې هم دې لړ کښې خپلې هلې ځلې تندي کړي چې  زر تر زره د زنانه وګړې بازيابي باوري کړي