جلال آباد ښار کښې په اکاونټ آفس وسله والو حمله کښې نهـ تنه شهيدان شوى

0
448
جلال آباد ښار کښې په اکاونټ آفس وسله والو حمله کښې نهـ تنه شهيدان شوى

د افغانستان جلال آباد ښار کښې په يو سرکارى ودانۍ وسله والو حمله کړى چې په نتيجه کښې نهـ کسان شهيدان او ديرشو نه سيوا ژوبل شوى دى
د ننګرهارد والى وياندعطاء الله خبرى ادارو ته وئيلى دى چې بريد ګرو جلال آباد ښار کښې اکاونټ آفس باندى حمله کړېده
د هغه وينا وه چې يو بريد ګر د دغې دفتر ودانې مخې ته چاودنه کړى او وروستو نور بريد ګر ودانې ته ننوتى دى
عطاء الله زياته کړه چې د شرخوښو او امنيتى اهلکارو ترمينځه اوس هم نښته روانه ده او ډير زر به ودانې کښې موجود وسله وال هم خپل منطقى انجام ته اورسوو
بلخوا د ننګرهار د صحت محکمې مشر نجيب الله لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې د دې پيښې نهـ شهيدان او شپږ ديرش ژوبل کسان هسپتالونو ته راوړلى شوى دى
د دې پيښې په حواله تازه صورتحال اخلو جلال آباد ښار کښې موجود د خپل نمائنده رفيق شيرزاد نه
١- جى رفيق شيرزاد د جلال آباد ښار په دولتى ودانې شوى بريد کښې د مرګ ژوبلې په اړه تازه تفصيلات راکړے؟