جلال آباد کښي دمحکمه تعليم په دفتر د ترهه ګړو حمله کښې لس کسان په حق رسيدلي

0
31

د افغانستان جلال آباد ښارکښي دمحکمه تعليم په دفتر د ترهه ګړو منظم حمله کښې لس کسان په حق رسيدلي او لس نورژوبل شوي
ننګرهار والي وياند عطاالله خوګياڼي خبريالانو ته وئيلي چه پيښه دولايت سرښار جلال آبادکښي سحر وختي د محکمه تعليم په ډايريکټوريټ کښي رامئينځ ته شوي ، ترجمان وائي چه يوخودکش حمله کونکي سره د نورو وسله والو ملګرو په ډايريکټوريټ ورننوتل او دغلته موجود خلق ئي يرغمال کړل،
دوالي وياندوئيلي چه د پيښي سره سم ګڼ شميرافغان امنيتي ځواکونه سيمي ته ورسيدل او دترهه ګرو اوامنيتي ځواکونه ترمئينځه داوږدي انښتي روستو حمله کونکي وژلي شوي اوعمارت کښي يرغمال کړي شوي کسان خوشي کړي شوي
د ننګرهار امنيتي چارواکي وائي چه بريدکونکي دري کسان ووچه پکښي يوتن په ډزو ويشتلي شوي او دوه نوروکسانو په ودانۍ دننوتو روستو ځانونه په بمونو الوځولي
عطاالله خوګياڼي تصديق کوي چه حمله کښي لس کسان په حق رسيدلي او لس نورژوبل شوي هم دي