جلال آباد کښي د يو ځانمرګي بريد په نتيجه کښې دولس تنه وژلي شوي

0
35

د مشرقي افغانستان ښار جلال آباد کښي د يو ځانمرګي بريد په نتيجه کښې لږ تر لږه دولس تنه وژلي شوي اويو شمير ژوبل شوي
افغان چارواکي وائي چه د ننګرهار ولايت سرښار جلال آباد کښي يو ځانمرګي بريد کونکي تن ديو پټرول پمپ سره نيزدي ځان پوري تړلي بارودي موادو سره چاودنه اوکړه
د ننګرهار والي وياند عطا الله خوګياڼي وينا ده چه چاودنه دجلال آباد ښار خالص سيمه کښي نن سحرد لسو بجو خوا و شاکښي شوي وياند زياتوي چه د چاودني روستو په نيزدي پيټرول پمپ کښي اوور هم لګيدلي او دا چه دچاودني لوجي خواوشاه ولاړ ګاډو او عمارتونو ته هم سخت زيان رسيدلي
ترجمان زياتوي چه پيښه کښي دولس کسان په حق رسيدلي چه پکښي اته عام وګړي اود استخباراتي ادارے دوه کارمندان شامل دي
بلخوا دمحکمه صحت چارواکي وائي چه دپيښي روستو هسپتال ته دولس مړي او پنځه ژوبل کسان روړلي شوي چه پکښي ديو تن حالت مرګوني ښودلي کيږي
تراوسه دافغان طالبانو په شمول هيڅ يو بلي ډلي ددي ځانمرګي چاودني زمه واري قبوله کړي نه ده