جلال آباد کښې بمي چاودنه کښې دوه ملکي وګړي په حق رسيدلي

0
41
جلال آباد کښې بمي چاودنه کښې دوه ملکي وګړي په حق رسيدلي

د افغانستان جلال آباد ښار کښې بمي چاودنې په نتيجه کښې دوه ملکي وګړي په حق رسيدلي دي بلخوا کندوز ولايت کښې د نامعلومه کسانو په ډزو د افغان تائي کوانډو فيډريشن يو اهلکار وژلي شوېدے
د ننګرهار ولايت پوليسو ترجمان فريد خان خبري ادارو ته وئيلي دي چې جلال آباد ښار کښې بمي چاودنه شوېده
د هغه وينا وه چې چاودنې لوجې دوه ملکي وګړي په حق رسيدلي او پنځه نور ژوبل شويدي
فريد خان زياته کړه چې دغه بم د پوليسو قافله په نښه کولو لپاره ښخ کړي شوي وو
بلخوا کندوز ولايت کښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د افغانستان تائي کوانډو فيډريشن عهديدار کميل کريمي په حق رسيدلي دے
کيمل کريمي افغانستان کښې شوي مختلف مقابلو کښې يو شمير ميډلې ګټلي دي