جلال آباد کښې د جاپان د خيرښيګړۍ تنظيم مشر په ګاډي حمله کښې پنځه کسان په حق رسيدلي

جلال آباد کښې د جاپان د خيرښيګړۍ تنظيم مشر په ګاډي حمله کښې پنځه کسان په حق رسيدلي

د افغانستان جلال آباد ښار کښې د جاپان د خيرښيګړۍ تنظيم مشر ډاکټر ناکامورا په ګاډي وسله والو حمله کړے چې په نتيجه کښې پنځه کسان په حق رسيدلي دے،حمله کښې ناکاموراسخت ژوبل شويدے
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياني خبري ادارو ته وئيلي دي چې د جاپان خير ښيګرۍ تنظيم (پي ايم سي) مشر ډاکټر ناکامورا په ګاډي جلال آباد ښار کښې نامعلومه وسله والو حمله کړيده
د هغه وينا وه چې د حملے لوجې ډاکټر ناکامورا ژوبل شويدے ولې د هغه درې محافظان او د ګاډي ډرائيور پشمول پنځه کسان په حق رسيدلي دي
عطاالله خوګياني زياته کړه چې بريد کونکي کسان د پيښې وروستو تيښته کښې بريالي شويدي او پوليسو د دې معاملے پلټنې شورو کړيدي
ياده دي وي چې د جاپان دا اين جي اوز تير ديارلس کالو راهسې ننګرهار ولايت کښې د اوبو فراهمي او زراعت ته وده ورکولو په برخه کښې فعاليت لري
د ننګرهار والي شاه محمود ميا خيل د جلال آباد بريد مذمت کړي او وئيلي ئې دي چې دښمن قوتونه نه غواړي چې افغانستان کښې دې امن او استحکام راشي۔