جلال آباد کښې د مهاجرو محکمې په دفتر وسله والو حمله کړېده

0
52

د افغانستان جلال آباد ښار کښې د مهاجرو محکمې په دفتر وسله والو حمله کړېده او د دفتر عملې ځينى اهلکار ئې يرغمال کړى دى،تر دې دمه يوولس ژوبل کسان نزدې هسپتال ته منتقل کړى شوى او د وسله والو خلاف د سيکيورټى فورسز کاروائى جارى ده
د ننګرهار د والى وياندعطاء الله خوګيانى خبرى ادارو ته وئيلى دى چې درې حمله کوونکو جلال آباد ښار کښې د مهاجرينو محکمې په دفتر بريد کړېدے
د هغه وينا وه چې يو خودکش بمبار د دفتر ګيټ مخې ته چاودنه کړې او دوه وسله وال دفتر ته داخل شوى دى
د حملې سمدستى وروستو سيکيورټى فورسز د سيمې محاصره کړې او د وسله والو خلاف جوابى کاروائى روانه ده
تر دې دمه د پيښې د ځائې نه يوؤلس ژوبل کسان د جلال آباد هسپتال ته منتقل کړى شوى دى