جماعت اسلامي به په اتم فرورۍ اسلام اباد په لور مارچ کوي، سراج الحق

جماعت اسلامي به په اتم فرورۍ اسلام اباد په لور مارچ کوي، سراج الحق

د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې يوې سانحې نه پس حکمرانان خاموشه کيني او د بلې انتظار کوي،نيشنل ايکشن پلان باندې عمل نه کيدو لوجې حالات دې حد ته رارسيدلي، مزيد دخلکو صبر ختم شوې، پوليس په تاريخ کې په اول ځل احتجاج کړې،وائي چې شهباز شريف که ذمه دارۍ سره د اولس مسئلې نه شي حل کولې نو بيا د وزارت عظمي کرسۍ حقداره ندې

پيښور مرکز اسلامي کې د جماعت اسلامي مرکزي قيادت غونډې نه پس سراج الحق خبري غؤنډه کړې خبري غؤنډې د جماعت اسلامي امير وئيلي چې پوليس دومره قربانيانو باوجود هم ځان لاوارثه ګنړي،ځکه ئې د خپل حق لپاره احتجاج کړې،جنوبي اضلاع کې صورتحال د شام نه هم بدتر دې، قبائيلي ضلعې او ملاکنډ ډؤيژن هم د بدامنۍ ښکار دې او دا چې پيښور کې داسي سفيد پوشه پاتي نه دې ، چا چې د نامعلوم کال نه پس بهته نه وي ورکړې، سراج الحق دا هم وئيلي چې حکومتونه د فتوو په بنياد نه چليږي، فتوي ماضي کې هم ورکړې شويدي،خو عمل پرې ندې شوې،او دا چې هرې واقعې نه پس علماو نه فتوي اخستل کيږي،علما خو هر وخت د امن خبره کوي،اوس چې حکومت لاسونه اوچت کړي په دې کې څوک څه کولې شي، دجماعت اسلامي امير زياته کړي چې سيلاب نه دري کروړه خلک متاثره شول،خوحکمرانانو ته خپلو کې جهګړو نه فرصت نه وو،او دا چې خاموش تماشه کتل د بې حسۍ مظاهره او د بلې سانحې انتظار کيفيت اوس د برداشت نه وتے دې،جماعت اسلامي به په اتم فرورۍ اسلام اباد په لور مارچ کوي