جمشید دستي خپلې ناوې سره د واده تصويرونه په سوشل ميډياخپور شوي

د عوامي راج پارټۍ مشر جمشید دستي خپلې ناوې سره د واده تصويرونه په سوشل ميډياخپور شوي، دغه تصويران صارفينو ډېر خوښ کړي، تصویر کښې جمشید دستي ساده جامې اغوستي اود هغه ناوې د واده په سرو جامو کښې لیدلي کیږي

سوشل ميډياباندي د عوامي راج پارټۍ مشر جمشید دستي خپلې ناوې سره د واده تصويرونه وائرل شوي، دغه تصويران د سوشل ميډيا صارفينو ډېر خوښ کړي دي، جمشید دستي پېښور کښې د مومندو قبیلې سره تعلق لرونکي اوويشت کلنه نازیه د خپل ژوند ملګرې جوړه کړې،د جمشید دستي نکاح تېر کال جولائی میاشت کښې شوے وو او روانه میاشت کښې خپله ناوې کور ته راوستي، جمشید دستي د اکتوبر په میاشت کښې د وليمي اعلان کړې ، وئيلي ئي دي چې زما په وليمه کښې به دال خوړلے کیږي