جمهورى نظام ملک کښې د استحکام ضامن دې ، اسد قيصر

جمهورى نظام ملک کښې د استحکام ضامن دې ، اسد قيصر

جمهوريت د ورځ مانځلو په حواله سپيکر قامى اسمبلې اسد قيصر او چيئرمين سينټ صادق سنجرانى په خپل بيل بيل پېغامونو کښې وئيلى دى چې د ملک د استحکام لپاره جمهورى نظام ضرورى دې
د يوم جمهوريت په موقع سپيکر قامى اسمبلې اسد قيصر وئيلى دى چې جمهورى نظام ملک کښې د اقتصادى ترقى ، امن وامان او سلامتى ضامن ګنړلې کيږى او جمهوريت د بنيادى انسانى حقوق بنياد دې
اسد قيصر زياته کړه چې ملک کښې د جمهورى نظام د مضبوطوالى او ترقى لپاره ضرورى ده چې ټول سياسى پارټۍ د سياسى اختلافاتو نه بالاتر د ملک لپاره د اتفاق او اتحاد مظاهره اوکړى
اسد قيصر وئيلى دى چې د جمهوريت حسن دا دې چې د عام اولس په ملکى پاليسيانو کښې برخه اخيستو حوصله افزائى کيږى
چيئرمين سينيټ صاد ق سنجرانى وئيلى دى چې د ملک مستقبل د جمهورى نظام سره تړلې شوې دې او ټولو سياسى پارټې د جمهورى نظام لوجې د ملک په ترقى کښے خپل کردار ادا کوى
چيئرمين سينيټ زياته کړه چې پاکستان د چيلنجونو سره مخ دې ولې د جمهورى نظام د لارې پاکستان د ټولو چيلنجونو مقابله کولو توان لرى
صادق سنجرانى وئيلى چې ننى ورځ د ټول هيواد لپاره ډيراهم ده او مونږ د جمهورى نظام د مضبوطوالى لپاره د کوششونو جارى ساتلو عزم کوو