جناح هاؤس سوځول د ترهګرو او د پاکستان دښمنانو کار دی، وزيراعظم

جناح هاؤس سوځول د ترهګرو او د پاکستان دښمنانو کار دی، وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې جناح هاؤس هيڅ يو پاکستاني نه شي سوځولي، دا ده ترهګرو او د پاکستان دښمنانو کار دی

کوئټه کښې د قامي لوبو پرانستې دستورې ته د وينا پر مهال شهباز شريف اوويل چې د مئ په نهمه نيټه د ملک په تاريخ کښې يوه زړه دردوونکي پيښه رامخته شوه، لکه څنګه چې په زېارت کې د قائد اعظم کور سوزول شوې وو ،هم دغه رنګه په لاهور کې د قائد اعظم محمد علي جناح کور وسوازول شو هيڅ هو پاکستانی وګړي دا کار نۀ شي کولے او د داسې کار کولو سوچ هم نۀ شي کولے. دا د ترهګرو او د پاکستان د دښمنانو کار دی.
هغه وويل چې په ريډيو پاکستان اؤ جي ايچ کيو باندې بريد دپاکستانيتوب اؤ وطندوستۍ نۀ بلکې ښکاره ترهه ګرۍ اؤ ملت په ضد عمل دې ، دښمن هغه څه نۀ شي کولى چې په اوېاوو کالو کې د مئ په نهمه مه وشول.
وزيراعظم وويل چې مونږ بايد داسې گامونه پورته کړو چې دغه قيامت بيا رامينځته نۀ شي، دقانون سوري لاندې به په دې کې ککړو کسانو ته سخته سزا ورکړل شي ترڅو بيا تر قيامت پورې څوک دا جرائت ونه کړي.
هغه زياته کړه، چې دغه وحشيانه عمل او د شهيدانو سپکاوى به د تل لپاره غندل کېږي او د مې نهمه نېټه به د هېواد په تاريخ کې د تورې ورځې په توګه يادېږي.