جنرال راحيل شريف د رينجرز هيډ کوارټر لاهور دوره کړي

د پاک فوج سر لښکر جنرال راحيل شريف د رينجرز هيډ کوارټر لاهور دوره کړي ده چرته چي ډي جي رينجرز ميجر جنرل عمرفاروق برکي هغه ته په مشرقي سرحد روان صورتحال او پنجاب کښي روان رينجرز اپريشن باندي بريفنګ ورکړے دے
د جنرال راحيل شريف دوري په وخت رينجرز هيډ کوارټرز کښي ليفټيننټ جنرل صادق علي او ډي جي رينجرز جنرل عمرفاروق برکي د هغه استقبال اوکو، په دغه موقع کور کمانډر لاهورهم د پاک فوځ سر لښکر ته په ورکنګ باؤنډرۍ او سرحدي امورو بريفنګ ورکړو
د بريفنګ نه پس د پاک فوځ سر لښکر خپله مختصره وينا کښي اووئيل چي د پاک فوځ ځوانانو حوصلي اوچتي دي او که چري دښمن خپل ناکام عزائمو نه قلار نه شو نو پاک فوځ خوله ماتي ځواب ورکولو ته تيار دے
آرمي چيف زياته کړه چي دا وخت ملک يو شمير داخلي او خارجي مسائلو ښکار دے ولي پاک فوځ او پاکستانے اولس د ملک دښمن سره مقابلي کولو ته په مکمله توګه چمتو دے