جنرل سکاټ ملر افغانستان کښي د ناټو ځواکونو نوي کمانډر مقرر کړي شوي

0
10

د امريکي فوځ جنرل سکاټ ملر افغانستان کښي د ناټو ځواکونو نوي کمانډر مقرر کړي شوي ، سکاټ ملر له جنرل جان نیکولسن څخه د ناټو ځواکونو قومانداني په غاړه واخیسته
کابل کښي د ناتو تر مشرۍ لاندې د ريزلوټ سپورټ مشن په هيډکوارټر کښي دقوماندانۍ بدلون مراسم ترسره شول، په دي موقع جنرل سکاټ ملر اوئیل چه دافغانستان کښي کاميابۍ موندلو لپاره باید مونږ مسلسل د دښمن اودخپل چاپیریال په حقله زده کړه ترلاسه کړو
کابل کښي دقوماندانۍ دبدلون مراسموپه موقع جنرال ملر عزم څرګند کړو چې افغانستان به د ترهګرو لپاره محفوظ ټهکانه جوړيدو ته نه پريږدي
په دي موقع د ناټو سيکرټري جنرل جینس سټټونټبرګ اوئیل چه زه د جنرل نیکولسن د غوره خدمت مننه کوم او غواړم چې د نوی قوماندان په توګه د جنرل ملر سره ملاتړ اوکړم،
د ناټو سيکرټري جنرل په دي خبره زور راوړوچې ناټو به د افغانستان امنیتي ځواکونو ملاتړ جاري ساتي چې دوی د پائيدارامنیت اوسکيورټي لپاره چمتو شى