جنوبى وزيرستان سيلابى ريلۍ متاثرينو کښې امدادى چيکونه تقسيم کړې شوى

0
10
جنوبى وزيرستان سيلابى ريلۍ متاثرينو کښې امدادى چيکونه تقسيم کړې شوى

دري ورځي وړاندي د جنوبي وزيرستان توئي خوله سيمه کښې سيلابي ريله کښې په حق رسيدلي او زخمي کسانو خپل خپلوانو کښې امدادي چيکونه تقسيم کړے شويدي
صدر مقام وانا کښې اسسټنټ کمشنر امير نواز د تحصيل توئي خوله متاثره خاندانونو کښې امدادي چيکونه تقسيم کړل
په دي موقع سيلابي ريله کښې په حق رسيدلي اتو کسانو خپلو خپلوانو کښې دري دري لکه او څلور ژوبلو کسانوله د يو يو لاکهه روپي چيکونه ورکړل،
د اسسټنټ کمشنر وينا وه چي متاثره خاندانونو سره به ضلعي انتظاميه نوري مرستي هم کوي،
ياده دي وي چي دري ورځي وړاندي د تحصيل توئي خوله په زرميلن سيمه کښي د جنج ګاډے په سيلابي اوبو کښې لاهو شوے وو، چي په نتيجه کښې ئي اته کسان په حق رسيدلي وو او څلور ژوبل شوي وو