جنوبي وزيرستان اولس د موبائيل سروس عدم بحالئ خلاف احتجاج کړي

0
49
جنوبي وزيرستان اولس د موبائيل سروس عدم بحالئ خلاف احتجاج کړي

جنوبي وزيرستان اولس د موبائل فون سروس عدم بحالئ خلاف په سړکونو راوتلي،مظاهرينو ټوله ضلع کښې موبائل فون سروس بحالۍ مطالبه کړے،دهړکه ئې هم ورکړے که چرے ټوله ضلع کښې موبائل سروس بحال نه کړے شو نو هغوې به محدودو علاقو کښې بحال کړے شوے سروس هم بند کړې
جنوبې وزيرستان کښې د موبائل فون سروس عدم بحالۍ خلاف خلکو احتجاج کړے دے،مظاهرينو وانا ټانک او وانا ژوب سړک هم د احتجاج په توګه تر ډير وخته پورے بند کړے وو
د مظاهرچيانو وينا وه چي حکومت صرف وانا ښار کښې موبائل سروس بحال کړيدے او نوري سيمي تر اوسه د موبائل سروس نه محرومه دي
هغوي وينا وه چي سپين ، تنائي ، او ثمر باغ سيمه کښي موبائل ټاورز لګيدلي دې او مطالبه اوکړه چې هلته دے هم سروس شروع کړے شې
مظاهرچيانو دهړکه ورکړے که چري سول او فوځي چارواکو په يو څو ورځو کښي په باقي پاتي علاقو کښې موبائل سروس بحال نه کړو نو وانا کښي شته موبائيل سروس به هم دوي اوتړي