جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې د زلی خیل قام لښکر د یار ګل خیل قبیلې درې کورونه مسمار کړي

جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې د زلی خیل قام لښکر د یار ګل خیل قبیلې درې کورونه مسمار کړي

د‌ جنوبي وزيرستان په انګور اډه سیمه کې د زلی خیل قام وسلوال لښکر د یار ګل خیل قبیلې درې کورونه مسمار کړي دي
مقامي سرچينو خبر ورکړې چې د وانا نه راغلی د زلي خیل قام په درې سوه وسلوالو مشتمل لښکر انګور اډه کې د یار ګل خیل قبیلې درې مشرانو محمد رحمان، عبدالرشید او ګل نواز کورونا رنګ کړي دي.
د یار ګل خیل قام مشرانو څو ورځې وړاندې وانا پریس کلب کې د پريس کانفرنس په مهال حکومت نه د تحفظ مطالبه کړي وه او وئيلي وو چې د انګور اډه کسټم ټرمینل زمکه د هغوي جائيداد دے او اوس زلي خیل قام په زور زبردستي دغه قبضه کول غواړي.
بلخوا پوليس وايي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د کورونو په ړنګولو کې ککړ کسانو خلاف به قانوني کارروائی کولې شي.