جنوبي وزيرستان کښې د دوتاني او وزير قبائلو جهګړا کښې يو بل تن مړ او يو ژوبل شوے

جنوبي وزيرستان کښې د دوتاني او وزير قبائلو جهګړا کښې يو بل تن مړ او يو ژوبل شوے

د جنوبي وزيرستان په کرکنړا سيمه کښې د دوتاني او وزير قبائلو تر مينځه جهګړا روانه ده، تازه نختو کښې يو تن مړ او يو ژوبل شويدے،
سرچينو نه تر لاسه شوي رپورټؤنو مطابق دوتاني قبائيلو د جرګے شرائط منلو او مورچي خالي کولو نه انکار کړے ،
وزير قبائيلو هم وئيلي چي تر څو دوتاني قبائيلو مورچي نه وي خالي کړي تر هغي دوي هم خپل وسله وال د مورچو نه نه شي راکوزولے،
مقامي سرچيني وائي چي فريقين د يو بل په مورچو د درني او سپکي وسلي د لاري وخت په وخت ډزي کوي، تازه نختو کښې د دوتاني قبائيلو يو تن مړ او بل ژوبل شويدے،
بلخوا په قبائيلي مشرانو او حکومتي چارواکو مشتمل جرګي د ډز بندئ دپاره خپلي هلي ځلي جاري ساتلي ، د جرګے ګډون والو په دواړو فريقينو زور راوړے چي تيره ورځ شوي لوځنامي مطابق دي مورچي خالي او ډز بندئ ته غاړه کيدي