جنوبي وزيرستان کښې د زمکې په سر نښته، دوه کسان مړۀ او درې نور ژوبل

0
17
جنوبي وزيرستان کښې د زمکې په سر نښته، دوه کسان مړۀ او درې نور ژوبل

د جنوبي وزيرستان صدر مقام وانا چينى خوا سيمه کښې د زمکى په لانجه د دوؤ فريقينو ترمينځه جهګړا شوې چې پکښې دوه کسان په حق رسيدلي او درې ژوبل شويدي

ځائى سرچينى وائى چې د زمکې په لانجه د وزيرو او دوتانى قبائلو ترمينځه د شپى راهسې جهګړا روانه ده ، دواړه ډلو د يو بل خلاف مورچې سنبهالى کړي او په يوبل ئې د سپکې او درنې وسلې آزادانه استعمال کړېدے
جهګړا کښې تراوسه پورې دوه کسان په حق رسيدلي او درې نور ژوبل شويدي ، ژوبل کسان د علاج لپاره ايجنسى هيډکوارټر هسپتال وانا ته رسولے شويدى
د جهګړې په وجه په د علاقې په خلقو کښې وېره ترهه خوره شوېده