جنوبي وزيرستان کښې په تاريخ کښې په اول ځل پوليس سټيشن قائم کړې شويدے

0
38

جنوبي وزيرستان کښې په تاريخ کښې په اول ځل پوليس سټيشن قائم کړې شويدے،صدر مقام وانا کښې ايف سي قلعه پوليس سټيشن کښې بدل کړي شويده
سيمې نه رارسيدلي رپوټونو ترمخه صدر مقام وانا کښې سيکيورټي فورسز د ايف سي قلعه خالي کړې کومه چي پوليس سټيشن کښې بدله کړې شوي ده
ډي پي او عتيق الله خيبرنيوز ته وئيلي دي چې ډير زر به نورو سيمو کښې هم پوليس تهانړې قائم کړې شي چې ورسره به پوليسو ته ټول اختيارات هم په لاس ورشي
ځائي اولس د پوليس سټيشن په قيام د خوشحالۍ اظهار کړے او په نورو سيمو کښې ئې هم د پوليس تهانړو جوړولو مطالبه کړيده