جنوبي پنجاب صوبه جوړولو کښې به د حکومت مرسته کوو،احسن اقبال

0
16
جنوبي پنجاب صوبه جوړولو کښې به د حکومت مرسته کوو،احسن اقبال

د مسلم ليګ ن مشر احسن اقبال جنوبي پنجاب صوبه جوړولو لړ کښې حکومت ته د مرستې وړانديز کړيدې،وائي چي حکومت دي د جنوبي پنجاب صوبه جوړولو خپله وعده پورا کړي، اپوذيشن به ورسره مکمل تعاون کوي
ناروال کښې ميډيا سره خبرو کښې پخواني داخله وزير احسن اقبال جنوبي پنجاب صوبه جوړولو لړ کښې حکومت ته د تعاون پيشکش کړي او وئيلي دي چي اپوذيشن به ورسره مکمل مرسته کوي
احسن اقبال وائي چي حکومت چري هم د وخت نه وړاندې د ټاکنو رسک نشي اغيستې،د انتخابات د وخت نه وړاندې اوشو نو اولس به ورله د اميدوارانو ضمانتونه منسوخ کړي
د مسلم ليګ ن مشر دا هم وئيلي دي چي زمونږ د پنځه کالو محنت ضائع کړې شو،ډالر قيمت په بره او د روپې په قدر کښې د کمي سلسله روانه ده
احسن اقبال احتساب عمل باندي هم سختې نيوکې کړي او وئيلي دي چي د مسلم ليګ ن پر ضد د احتساب عمل ټارګيټډ دې،نيب کښې د تحريک انصاف په مشرانو هم کيسونه شته ګورو چي نيب د پي ټي آئي غړو ګرفتارې کښې څومره تيزي ښائي