جنوبی وزیرستان لدها تحصيل کې کهلونا بم دهماکه کې پنځه ماشومان ژوبل شوي

جنوبی وزیرستان لدها تحصيل کې کهلونا بم دهماکه کې پنځه ماشومان ژوبل شوي

د جنوبی وزیرستان په لدها تحصيل کې کهلونا بم دهماکې پنځه ماشومان ژوبل کړي دي.
ذرایع نه ترلاسه شوي معلوماتو مطابق د تحصل لدها په سپین خړائ سیمه کې په ماشومانو کهلونا بم ډزیدلې چې په نتيجه کې يې پنځه ماشومان ژوبل شوي دي.
ژوبل ماشومانو کې سید ایاز، قاضي احمد، محمود، جمیل او شاه فيصل شامل دي چې عمرونه يې د اووه نه تر د‌ دولس کلونو په منځ کې دی.
ذرایع زیاتوي چې پنځه واړه ماشومان علاج لپاره د ډيره اسماعيل خان فوجي هسپتال ته منتقل کړے شوي دي.