جنوبې وزيرستان قبائلي مشرانو جرګے ته د فاټا انضمام په حيڅ صورت قابل قبول نه دې

0
81

جنوبې وزيرستان سره تعلق لرونکو قبائلي مشرانو جرګے پرمحال وئيلې دې چې د فاټا انضمام دوې ته په حيڅ صورت قابل قبول نه دې ولې چې ړومبې دې د محسود قبائلو په خپلو سيمو کښي آبادکارې دې يقينې شې،او د عام اولس په رائے سره دې دغه فيصله اوشې،
پولټيکل کمپاؤنډ ټانک کښي جرګے پرمحال دوې زياته کړې چې دفاټا انضمام په اړه دوې د قبائليو څخه پښتنه نه ده کړې او قبائل ئي په اعتماد کښي نه داخستې ،بايدحکومت دي د انضمام فيصله زر تر زره واپس واخلي
د محسود قبائلو جرګے پرمحال د وران شؤو کورونو سروے په اړه هم پريکړه وشوه ،او اوئيل شول چې فيز فور کينسل شوے کورونو سرے دے بحال شې،او کرپټ افسرانو په ضد دې کاروائي اوشې،دوې زياته کړې چې د کومو وران شؤو کورونو چيک معاوضه راغلې هغوې ته دې دغه معاوضه تر جارې کړې
بلخوا قبائلې مشر دلاور محسود اوئيل چې دوې دفاټا ضم کيدو په حق کښې دې ولې تير اوويه کالو راهسې نه دي ايف سې آر سسټم لاندې به مخصوص طبقے کرپشن کولو او د دوې به هيڅ قسمه آرډټ نه ووه،دوې زياته کړې چې فاټا په خيبر پختونخوا کښي ضم کيدلو سره به قبائلې سيمې مخ په وړاندې روانې شې