جنوبې وزيرستان: مارشل آرټ لوبغاړې عرفان محسود د هند لوبغاړې کپل کمار ورلډ ريکارډ مات کړي

جنوبې وزيرستان: مارشل آرټ لوبغاړې عرفان محسود د هند لوبغاړې کپل کمار ورلډ ريکارډ مات کړي

جنوبې وزيرستان سره تعلق لرونکې مارشل آرټ لوبغاړې عرفان محسود پنځه ديرشم ورلډ ريکارډ جوړولو سره د هند لوبغاړې کپل کمار ورلډ ريکارډ مات کړي،جنوبې وزيرستان سره تعلق لرونکې مارشل آرټ لوبغاړې عرفان محسود پنځه ديرشم ورلډ ريکارډ جوړکړې دې ،عرفان محسود سل پاؤنډ وزن سره يو پنځوس سکواټس جوړولو سره د هند لوبغاړې کپل کمار ورلډ ريکارډ مات کړي، او په ګنيز بک آف ورلډ خپل نوم درج کړې.جنوبې وزيرستان سره تعلق لرونکې عرفان محسود څو ورځې وړاندې د مارشل آرټ په مختلفو کرتبونو کښي څلور ديرشم عالمې ريکارډ قائم کړې ووه،تر دې دمه په دې جوړ کړې شوې مختلف ګنيز بک آف ورلډ ريکارډونو کښي دوې د هند يولس ريکاړدونه مات کړې دې.عرفان محسود خيبر نيوز ته وئيلې چې ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ لخوا ورته باقاعده تصديقې اې ميل هم ورته شوي.واضح دې وې چې دوه ورځې وړاندې هم عرفان محسود شپيته پاؤنډ وزن سره په دوه ګوتو سره يو کم پنځوس پش آپس ايستلو څلور ديرشم ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ جوړ کړې ووه.عرفان محسود وئيلې چې پنځوس ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ ونه جوړولو لپاره دوې پرعزم دې که ده حکومت مرسته ورسره وې نو مستقبل کښي به هم دغه شان ريکارډونه سره به د ملک وقوم نوم روښانه کوې