جنوبې وزيرستان مولے خان سرائے بروند کښي غريب او يتيم ماشومانومفت تعليم لپاره د سکول افتتاح

جنوبې وزيرستان مولے خان سرائے بروند کښي غريب او يتيم ماشومانومفت تعليم لپاره د سکول افتتاح

جنوبې وزيرستان مولے خان سرائے بروند کښي د ماوا لخوا د غريب او يتيم ماشومانو لپاره د مفت تعليم ورکولو پرمعامله د سکول افتتاح وشوه، افتتاحې دستوره کښي رټائرډ ايډيشنل آئي جې پې رحمت خان محسود ،او نورو راغلو معززينو رېټائير افسرانو،عمائدينو او علماؤ ګډون اوکرو. افتتاحې دستورې پرمحال ايډيشنل آئي جې پې رحمت خان(ر) د تعليم په اهميت رنړه وچوله او دوې زياته کړې چې په دې جديد دور کښي د نريناؤ او زناناؤ تعليم ترلاسه کول د وخت اهم ضرورت وګرځو،په دې موقع ريټائرډ کرنل يعقوب خان محسود اوئيل چې ځان او خپل خاندان لپاره هر سړې کارونه کړې ولې اوس محال وخت راغلې چې خپله سيمه او قام دتعليم پسماندګې،غربت وجهالت خاتمې او دامنيت لپاره عملې ګامونه پورته کول پکار دې.بلخوا پرنسپل پروفيسر قاسم خان او ډاکټر نور خان هم د تعليم په حصول باندې زور ورکړو او اوئيل چې دسيمې اولس ته هم پکار دې چې د يتيمانو او غريب طلباؤ دې ادارې کاميابې لپاره دوې سره مرسته اوکړې شې ولې د ماوا غړې به دې ادارې کاميابې لپاره د ځان او مال تعاون به جارې ساتې،د دستورې په آخره کښي د محسود ويلفئير ايسوسې ايشن مشرانو د سکول په يتيم او غريب ماشومانو کښي کتابونه او پيزار هم تقسيم کړل ،په دې موقع (ر)ايډيشنل آئي جې پې رحمت خان اوئيل چې د ماوا دغه عزم دې چې د جنوبې وزيرستان هر ماشوم به د تعليم نه روشناس کول دې