جنوبې وزېرستان وانا کښې د فائرنګ په نتېجه کښې قبائلې مشرپشمول څلور کسان مړه شوې

جنوبې وزېرستان وانا کښې د فائرنګ په نتېجه کښې قبائلې مشرپشمول څلور کسان مړه شوې

د جنوبې وزېرستان وانا علاقه بېرمل مانړه سېمه کښې د قبائلې مشر سرمرجان په ګاړې باندے نامعلوم کسانو فائرنګ کړے چه په نتېجه کښې ېه قبائلې مشر او د هغه وراره پشمول څلور کسان مړه شوېدې د فائرنګ ورستو ملزمان په تېخته کښې برېالې شوېدې
د پولېس زرائع ترمخه د جنوبې وزېرستان وانا علاقه بېرمل، مانړه سېمه کښې د قبائلې مشر سرمرجان په ګاړې باندے نامعلوم کسانو فائرنګ کړېدے د فائرنګ په نتېجه کښې څلور کسان مړه شوېدې په مړه شوې کسانو کښې يو قبائلې مشر سرمر جان او د هغه وراره پشمول دو مزدوران مړه شوې
ملک سرمر جان د خپل کور نه وانا بازار ته روان وو چه په لاره کښې نامعلوم کسانو د ډزو ښکار شو د فائرنګ ورستو ملزمان په تېخته کښې برېالې شوېد د پولېسو مطابق پولېس سېمه په خپله ولکه کښې اخستے ده او د ملزمانو د ګرفتارې د پاره يه پلټنے پېل کړېدې