ملکي سياست کښې مهم پرمختګ رامخيته شوي ، جهانګير ترين نوي سياسي ګوند استحکام پاکستان پارټي قيام باضابطه اعلان کړے ، جهانګير ترين وائي چي سياست کښې راتګ مقصد د ملک په ترقي کښي برخه اچول دي ، انتشار په ځائے مثبت سياست په زريعه به د ملک استحکام لپاره جدوجهد جاري ساتو
لاهور کښې جهانګير ترين په مشري کښې استحکام پاکستان پارټي قيام باضابطه اعلان کړلي شوي ،خبري غونډي ته وينا پر محال جهانګير ترين او عبدالعليم خان د نوي سياسي ګوندجوړولو مقصد او منشور بيان کړو
په دغه موقع وينا کښې جهانګير ترين اوئيل چي هغه روائتي سياستدان ندے ، ملک کښي اصلاحات او تبديلي لپاره هغوي تحريک انصاف سره سياسي جدوجهد شروع کړے اوو او هم هغه اصلاحات ، استحکام او ترقي لپاره به جدوجهد جاري ساتو
، هغه اوئيل چي استحکام پاکستان پارټي سياست مقصد د ملک په ترقي کښي برخه اچول دي ، ملک موجوده صورتحال د يوالي تقاضه کوي ، غواړو چي ملک نه د انتشار خاتمه وکرلي شي
پريس کانفرنس ته عبدالعليم خان هم وينا وکړه اوے وئيل چي داسي پاکستان جوړول غواړو چي پکښې پارليمان ، عدليه او اسټبلشمنټ په يو پانړه موجود وي
نوي سياسي ګوند قيام اعلان نه وړاندي جهانګير ترين په مشري کښي غونډه هم وشوه چي پکښې خبري غونډي نکات او منشور په اړه مشاورت وکړلي شو ، غونډه کښې د سند پښواني ګورنر عمران اسماعيل ، علي زيدي ، فواد چوهدري ، عامر کياني ، جے پرکاش ، مراد راس ، فردوس عاشق اعوان او فياض الحسن چوهان شرکت وکړو