جولائي نه تر ستمبر پورې د پيټرولو استعمال درې ويشت فيصده راکم شوې

ملک کښې د پټروليم مصنوعات نرخونو سيوا کيدو له امله کهپت کښې لوئي کمي راغلې، جولائي نه تر ستمبر پورې د پيټرولو استعمال درې ويشت فيصده راکم شوې، د ډيزلو په استعمال کښې دريش فيصده کمي ريکار کړې شوې، ولې د بجلې پيدا کونکې فرنس آئل کهپت هم درې ويشت فيصده ښکته راغلې
د انډسټري اعداد و شمار ترمخه د پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو سيوا کيدو سره د پيټرولو په استعمال کښې لوئې کمي راغلې ده، د جولائي نه تر ستمبر پورې د پيټرولو استعمال درې ويشت فيصده راکم شوېدې، د رانګه د ډيزلو په استعمال کښې دريش فيصده کمي ريکار کړې شوېده دې نه علاوه د بجلې پيدا کونکې فرنس آئل کهپت هم درې ويشت فيصده ښکته راغلې دې څرګنده دې وي چې ملک کښې د پيټرولو نرخ دوه سوه څليريشت روپۍ اتيا پېسې في ليټر او د ډيزل قيمت دوه سوه پينځه ديرش روپۍ ديرش پيسې في ليټر دې