جى ټونټى کانفرنس په موقع اوباما, اردوان ترمينځه ليده کاته شوى

چين کښې د جى ټونټى کانفرنس په موقع د امريکائى صدر براک اوبامه او ترکى اولسمشر طيب اردوان ترمينځه ليده کاته شوى چې پکښې دوانړو مشرانو د ترکى ناکام پوځى بغاوت کښې ککړ کسان خلاف کارروائۍ باندې اتفاق کړيدے
بهرملکى خبرى ادارې ترمخه د چين هينګزو کښې جارى د جى ټونټى کانفرنس دوران لږ ساعت لپاره د امريکائى او ترکى صدر ترمينځه ون آن ون ملاقات شويدے
په دې موقع امريکائى صدر اووئيل چې امريکه د ترکى ناکامه شوى پوځى بغاوت کوشش کونکو خلاف کارروائۍکښې ترک حکومت ملګرتيا کوى
ترک صدر طيب اردوان اووئيل چې د ناکامه شوى پوځى بغاوت ټول ملزمانو ته به سخته سزا ورکولے شى
دوانړو مشرانو د ترک ناکا شوى بغاوت ملزمانو کارروائۍ لپاره يو بل سره هر قسمه مرستو باندې اتفاق کړيدے