حاجيان د حج ادا کولو لپاره مکې ته روان شويدى

حاجيان د حج ادا کولو لپاره مکې ته روان شويدى ، ټولو حاجيانو لپاره خصوصى کارډونه جارى کړې شوى صرف هاغه کسان به مکې ته داخليدې شى چا سره به چې کارډ وى ،په اتم ذى الحج به ټول حاجيان خصوصى بسونو په ذريعه منى ته رسولې شى ، دا ځل به حاجيانو ته د پيدل سفر کولو اجازت نه وى

د کال دوه زره يوويشتم حج مناسک شروع شويدى ،د کورونا وبا لوجې دا ځل به صرف شپيته زره کسان د حج کولو سعادت ترلاسه کوى،حاجيانو کښې صرف هاغه کسان شامل دى کوم چې په سعودى عرب کښې موجود دى ټولو حاجيانو ته خصوصى کارډونه جارى کړې شوى ، يو حاجى ته به هم پيدل سفر کولو اجازت نه وى ، حاجيانو لپاره د خصوصى بسونو انتظام هم شوې مکه مکرمه ، منى او عرفات کښې حاجيان د کورونا وائرس نه بچ کولو لپاره خصوصى انتظامات شوى ،ايس او پيز به پوره خيال ساتلې شى د مناسک حج دوران حرم شريف کښې صرف هاغه کسانو ته د تلو اجازت دې چا سره چې خصوصى جارى کړې شوى کارډونه وى ټول حاجيان به مکې نه په خصوصى بسونو کښې منى او بيا عرفات ته رسولې شى دا ځل به د حج خطبه اردو سره نورو په لسو ژبو کښې نشر کولې شى