حزب اسلامي سربراه ګلبدين حتکميارد وزيرخارجه شاه محمود قريشي اوچئيرمين سينيټ سره بيل بيل ملاقاتونه کړي

حزب اسلامي سربراه ګلبدين حتکميارد وزيرخارجه شاه محمود قريشي اوچئيرمين سينيټ سره بيل بيل ملاقاتونه کړي

د پاکستان په دوره راغلے د افغانستان حزب اسلامي سربراه ګلبدين حتکميار د وزير خارجه شاه محمود قريشي او چئيرمين سينيټ صادق سنجراني سره بيل بيل ملاقاتونه کړي، ملاقات کښې پاک افغان دواړه خيزه تعلقات، افغانستان کښې قيام امن او بين الاافغان مزاکرات پشمول مختلف امور باندي د خيالونو بدلون شويدے، شاه محمود قريشي وئيلي دي چي پاکستان په خلوص نيت سره افغان امن عمل کښې خپل مصالحانه کردار ادا کوي.د افغانستان حزب اسلامي مشر ګلبدين حتکميار د پاکستان په دري ورځنۍ دوره دے، ښاغلي ګلبدين حتکمتيار نن اسلام آباد کښې د وزير خارجه شاه محمود قريشي او چئيرمين سينېټ صادق سنجراني سره بيل بيل ملاقاتونه کړےدے,ملاقات دوران دواړه مشرانو پاک افغان دواړه خيزه تعلقات، افغانستان کښې قيام امن او بين الاافغان مزاکرات پشمول مختلف امور باندي خبري اتري کړيدي,په دي موقع شاه محمود قريشي اووئيل چي د خطے امن افغانستان کښې امن سره مشروط دے،او پاکستان په خلوص نيت سره افغان امن عمل کښې خپل مصالحانه کردار ادا کوي.چئيرمين سينيټ صادق سنجراني ملاقات دوران اووئيل چي پاکستان د افغان امن عمل حمايت کوي او پرامن او خوشحال افغانستان د پاکستان په وسيع تر مفاد کښې دے ، صادق سنجراني مطابق پاکستان د تمام افغان مهاجرينو باعزت واپسي باندي يقين ساتي
واضح دي وي چي ګلبدين حتکمتيارنن په دري ورځنۍ دوره پاکستان ته راغلے دے، خپل دوري پر موقع به هغه د پاکستان مختلف سياسي مشرانو سره ليده کاته کوي