حسان نيازي خلاف د کراچۍ او کوئټې نه پس په خيبر پښتونخوا کښې هم مقدمه درج شوي

ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج د حسان نيازي عبوري ضمانت منظور کړي

د عمران خان په خوري حسان نيازي خلاف  د کراچۍ او کوئټې نه پس په خيبر پښتونخوا کې هم مقدمه درج شوي،د خيبر پښتونخوا پوليس د حسان نيازي ګرفتارولو لپاره کراچۍ ته تلي،

د عمران خان خوري حسان نيازي خلاف خيبر پښتونخوا کې هم د کيسونو درج کولو سلسله شروع شوې،نوښارکې د حسان نيازي خلاف د بغاوت مقدمه درج شوي،د ايف ائي ار ترمخه حسان نيازي به خلک د بغاوت لپاره راپارول،
ياده دې وي چې د عمران خان خوري حسان نيازي خلاف دې نه وړاندي کوئټه او کراچۍ کې هم د بغاوت مقدمې درج شوي وي