حسن او حسين نواز به د مور د مړي سره د لندن نه نه راځي ، شهباز شريف

0
219
شهباز شريف بيګم کلثوم نواز جسد خاکي راوړلو لپاره لندن ته روان شوے

شهباز شريف تصديق کړېدې چې حسن او حسين نواز به د مور د مړي سره د لندن نه نه راځي ، د ميا صيب کشره لور اسما به د مور د ميت سره راځي
د ميا نواز شريف دواړه ځامن حسن او حسين نواز څوک چې عدالت مفروران ګرځولي او ملک ته په راتلو ګرفتاريدے شي ، متعلق شهباز شريف وئيلي چې دواړه ورنړو به د مور د مړي سره پاکستان ته نه راځي ، بلکې د مور چې ئې په لندن کښې جنازه ادا کيږي هغې کښې به شرکت کوي
د شريف خاندان زرائع وائي چې د ميا صيب کشره لور اسما به د مور د مړي سره راځي
وفاقي وزير اطلاعات و نشريات فواد چوهدري مطابق د ميا صيب د ځامنو سره ئې همدردي ده ولې حکومت مجبوره دې چې هغه اقدامات ونيسي څه چې قانون وائي
ځينې قانون پوهان وائي چې د ميا صيب دواړه ځامن ملک ته راتللے شي ولې بيا واپس نشي تلے او قانون نافذونکې ادارې ئې څه وخت هم ګرفتار کولے شي