حلال فوډ اتهاټی د ملاوټی او مضر صحت خوراکی موادو خلاف اپریشن کړیدی

د خیبرپختونخوا په مختلفو علاقو کښی حلال فوډ اتهاټی د ملاوټی او مضر صحت خوراکی موادو خلاف اپریشن کړیدی او په سونو کلو مضر صحت خوراکی مواد ئی تلف کړی،ملزمان ئی نیولی او یونټس ئی سیل کړی
د صوبی په مختلفو برخو کښی حلال فوډ اتهارټی د ملاوټی او مضرصحت خوراکی موادو خلاف کریک ډاون کړی،په مردان کښی د یوی فیکټری نه پنځه سوه کلو کرام ملاوټی ګوړه په قبضه کښی اخیستی شوی،یونټ سیل کړی شوی او ملزمان نیولی شوی،دی نه علاوه د پیښور په مختلفو علاقو کښی هم د ملاوټی،مضرصحت او باسی خوراکی موادو خلاف کاروایانی کړی شویدی،په درجنو ملزمان نیولی شوی،په سونو کلو جعلی او مضرصحت خوراکی مواد په ولکه کښی اخیستی شوی او ملزمان نیولی شوی،د حلال فوډ اتهارټی ډی جی وئیلی دی چی د ملاوټی او مضرصحت خوراکی موادو خلاف به اپریشنز هم دغسی جاری وی او چاته به هم په دی لړ کښی څه رو رعایت نه شی ورکولی