حليم عادل شيخ د پيښور شعبے بازار ته رسيدلې

د پاکستان تحريک انصاف سيند رهنما حليم عادل شيخ پيښؤر کې د لانګ مارچ دوران د کارکنانو حفاظت لپاره د مختلفو څيزونو خريداري کړيده

دپاکستان تحريک انصاف سيند مشر حليم عادل شيخ د پيښور شعبے بازار ته رسيدلې، او د لانګ مارچ دوران د تشدد نه بچ کيدو دپاره ئې کارکنانو دپاره د سيفټي څيزونو خريداري کړيده، حليم عادل شيخ د لانګ مارچ دوران د پي ټي ائي کارکنانو حفاظت دپاره هيلمټ ، انسو ګيس نه بچ کيدو دپاره چشمې ، فرسټ ايډ باکس پشمول يو شمير نور څيزونه اخستي دي، په دې موقعه حليم عادل شيخ اووئيل چې هغوي د موجوده حکومت خلاف د لانګ مارچ کولو دپاره په مکمله توګه تيار دي،