حمله آور په ټوپک د تير وخت دهغه دهشتګردو نومونه ليکلې شوي وو کومو چې مسلمانانو باندې حملې کړې وې

0
120

کرائسټ چرچ کښې جو ماتونو باندې حمله کونکي ترهه ګر چې په کومه وسله ډزې کړي وې په هغه ټوپکو د تير وخت دهغه دهشتګردو نومونه ليکلې شوي وو کومو چې مسلمانانو باندې حملې کړې وې او يو شمير مسلمانان پکښې قتل شوې وو
د ترکي يوې خبرې ادارې د کرائسټ چرچ جوماتونو باندې د حمله آور په وسلې ليکلې شوې الفاظو تشريح کړې ده
د حمله کونکي په ټوپک اولنې نوم د اينټن لنډن پيټرسن دې چا چې سوئيډن کښې دوه مهاجر طالبعلمان قتل کړې وو
په ټوپک دوئم نوم اليګزينډر بيسونيټ دې چا چې کينيډا کښې په يو جومات حمله کړې وه او شپږ کسان ئې قتل کړې وو
دريم نوم د البانيه د سکندر برګ رهنما دې چا چې خلافت عثمانيه خلاف بغاوت کړې وو
په ټوپک ليکلې شوې څلورم نوم د وينس فوجي افسر اينټونيو براګاډين دې چا چې د د لوظنامې خلاف ورزي کړې وه او ترک مغويان ئې قتل کړې وو
پنځم نوم د چارلس مارټل نومې فرنګي فوجي افسر دې چا چې معرکه بلاط الشهدا کښې مسلمانانو ته ماتې ورکړې وه
د حمله کونکي په ټوپک آخري لفظ ويانا کال اتلس سوه دري اتيايم ليکلې شوې ، په دې کال کښې خلافت عثمانيه په دوئم ځل د ويانا محاصره کړې وه