حيدر آباد کښي د تبليغي جماعت شپږ ديرش کسانو کښې د کورونا وائرس تصديق شوي

حيدر آباد کښي د تبليغي جماعت شپږ ديرش کسانو کښې د کورونا وائرس تصديق شوي

حيدر آباد کښي د تبليغي جماعت سره تړلې نور شپږ ديرش کسانو کښې د کورونا وائرس تصديق شويدې چې له روستو د متاثره مريضانو تعداد درې څلويښت ته رسيدلې دې، سند صحت وزير وائي چې کورونا کيسونه نور مسجد نه رپورټ شويدي
د سند صحت محکمې لخوا جارې شوي تفصيلاتو مطابق حيدر آباد کښې د تبليغې جماعت سره تړلي دوه سوه کسانو کورونا ټيسټ کړې شوې وو، چې په کښې شپږ ديرش نور تنانو کښې د کورونا وائرس تصديق شويدې، حېدر آباد کښې د کورونا وائرس مريضانو تعداد درې څلويښت ته رسيدلې دې
سند صحت وزير زياتوي چې نوي کيسونا د نور مسجد نه رپورټ شويدي چرته چې مخکښې نه د تبليغي جماعت دوه سوه ارکان قرنطينه کښې ساتلې شوي
څرګنده دي وي چې نور مسجد حيدر آباد کښې د سند دوئم تبليغې جماعت مرکز دې