حکومت او اتحادي جماعتونو د سپريم کورټ په درې کسيزه بنچ باندې د عدم اعتماد اظهار کړے،د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د شوي اجلاس اعلاميه جاري شوي،د اعلاميے مطابق اتحادي جماعتونه د اليکشن په حواله د سپريم کورټ د څلورو ججانو اکثريتي فيصله مني،چيف جسټس په اکثريتي فيصله باندې اقليتي فيصلے ته ترجيح ورکول غواړي،کومه چې مونږ ته قابل قبول نه ده،پي ډي ايم اواتحاديان په ټول ملک کښې په يوه ورځ،ازاد او شفاف انتخابات غواړي
د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې لاهور کښې په حکومت کښې د شامل جماعتونو اجلاس شوے چې پکښې آصف علي زرداري،بلاول بهټو،مولانا فضل الرحمان،مريم نواز او چوهدري سالک حسين د ويډيولنک په ذريعه شرکت کړے،اجلاس کښې د ملک په مجموعي صورتحال باندې خبري شوي او د مستقبل لپاره په حکمت عملۍ باندې هم غور شوے
د اجلاس په اعلاميه کښې وئيلے شوي چې اتحادي جماعتونه د سپريم کورټ د څلورو ججانو اکثريتي فيصله تسليموي او غواړي چې د اليکشن متعلق په مقدمه کښې دې سپريم کورټ نوره کاروائي اودروي،ولې چې دسپريم کورټ چيف جسټس په اکثريتي فيصله باندې اقليتي فيصلے ته ترجيح ورکول غواړي،کومه چې مونږ ته قابل قبول نه ده
اعلاميه کښې دا هم وئيلے شوي چې د جسټس قاضي فائز عيسي په مشرۍ کښې بنچ هم د ازخودنوټس اخستو خلاف فيصله ورکړي او د آئين آرټيکل يوسل څلوراتيايم لاندې اخستلے شوي ازخودنوټس کيسونو د اودرولو حکم ئي ورکړے،په دے وجه اتحادي جماعتونه ګنړي چې په دے ازخودنوټس باندې دې هم کاروائي اودرولے شي
اعلاميه کښې دا هم وئيلے شوي چې اتحاديان په ټول ملک کښې په يوه ورځ انتخابات کول غواړي،خو دغه انتخابات چې غير جانبداره ،شفاف او آزادانه وي،د هغې لپاره دې بنيادي تقاضے اول پوره کړے شي